د لاسرسي ځای

تازه خبر

سري لنکا د کرکټ په دویمه لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه


د جون پر څلورمه په همبانټوټا لوبغالي کې د سري لنکا لوبغاړي د رنز اخیستو لپاره منډې وهي.
د جون پر څلورمه په همبانټوټا لوبغالي کې د سري لنکا لوبغاړي د رنز اخیستو لپاره منډې وهي.

سري لنکا افغانستان ته په دويمه پنځوس اووريزه کرکټ سيالۍ کې په ۱۳۲ رنزونو ماتې ورکړه.

د جون پر څلورمه په همبانټوټا ښار کې په سیالۍ کې سري لنکا لومړی بېټينګ وکړ او په ۵۰ اوورونو کې یې د ۶ لوبغاړو په سوزېدو ۳۲۳ منډې وکړې.

په ځواب کې یې افغان لوبډلې هدف پوره نه کړ او په ۴۳م اوور کې یې د ۱۹۱ منډو په جوړولو ټول لوبغاړي اوټ شول.

د دريوو یو ورځنۍ لوبلړۍ اولنۍ لوبه افغانستان ګټلې وه. ټاکل شوې چې د لوبلړۍ اخري سیالي د جون پر اوومه وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG