د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر جوبایډن د پورونو بحران مخنیوي لپاره قانون لاسلیک کړ


امریکایي ولسمشر جوبایدن په سپینه ماڼۍ د یوې غونډې په مهال د ګډونوالو خبرې اوري ـ پخوانی انځور.
امریکایي ولسمشر جوبایدن په سپینه ماڼۍ د یوې غونډې په مهال د ګډونوالو خبرې اوري ـ پخوانی انځور.

د امریکا ولسمشر جو بایډن یو قانون لاسلیک کړی چې د حکومت د ۳۲،۴ اربه ډالر پور حد ځنډوي او د هېواد د احتمالي ویجاړونکي دیوالیه کېدو مخه نیسي.

تر دې وړاندې د خزانې وزارت خبرداری ورکړی وو چې که قانون منظور نه شو نو حکومت به د جون پر پنځمه خپل ټول بیلونه جمع نه کړای شي.

قانون د دې اوونۍ په پیل کې د ولسمشر بایډن او د ریپبلکن ګوند د جرګې مشر کېون مککارتي تر منځ تر سختو خبرو اترو وروسته د کانګرس د دواړو جرګو لخوا د دوه اړخیز ملاتړ سره منظور شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG