د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان سري لنکا ته په لومړۍ يو ورځنۍ لوبه کې په ۶ ويکټونو ماتې ورکړه


د جون پر دويمه د افغانستان له اړخه ابراهيم ځدران تر ټولو زياتې ۹۸ منډې جوړې کړې.
د جون پر دويمه د افغانستان له اړخه ابراهيم ځدران تر ټولو زياتې ۹۸ منډې جوړې کړې.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې سري لنکا ته په لومړۍ يو ورځنۍ لوبه کې ماتې ورکړه.

د جون پر دويمه د سري لنکا په همبانټوټا ښار کې د کوربه هېواد لوبډلې لومړی بېټينګ وکړ او په ټاکل شويو ۵۰ اوورونو کې يې د ټولو لوبغاړو په ورکولو سره يې ۲۶۸ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې افغان لوبډلې دا هدف د څلورو لوبغاړو په ورکولو سره په ۴۷م اوور کې پوره کړ او لوبه يې وګټله.

د افغانستان له اړخه ابراهيم ځدران تر ټولو زياتې ۹۸ منډې جوړې کړې. دا ډول هغه د لوبې غوره لوبغاړی شو.

د افغانستان او سري لنکا کرکټ لوبډلو ترمينځ به دويمه يو ورځنۍ سيالي د جون پر څلورمه او درېيمه او وروستۍ سيالي به د جون پر اوومه کېږي.

دا لوبې د کابل پر وخت د سهار پر نهو او د پېښور پر وخت د سهار پر ۹:۳۰ بجو کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG