د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملګرو ملتونو امنیت شورا روانه مياشت د افغانستان په اړه غونډه کوي


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر مهمو نړيوالو مسايلو غونډې کوي ــ پخوانی انځور
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر مهمو نړيوالو مسايلو غونډې کوي ــ پخوانی انځور

د ملګرو ملتونو امنیت شورا اعلان کړی چې د روانې میاشتې په وروستيو کې به د افغانستان په اړه غونډه کوي.

په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو سفیرې لانا نسیبه د جون پر لومړۍ نېټه وویل، دغه غونډه به د جون پر ۲۱مه نېټه جوړه شي.

متحده عربي امارات روانه میاشت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوره يي مشري کوي.

نسیبه وویل، امارات به د امنیت شورا د غړي او دوره يي مشر په توګه هڅه وکړي چې د افغانستان په اړه د هېوادونو همغږي لا پیاوړې شي.

د دې غونډې په اړه تر اوسه زيات تفصيل نه دی ورکړل شوی چې په دقيق ډول به پر کومو مسایلو خبرې پکې کېږي، خو امکان شته چې پر ښځو او نجونو د طالبانو له خوا پر لګوشل شويو محدودیتونو، بشري بحران او نورو مسایلو بحث پکې وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG