د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چين دفاع وزير په سينګاپور کې له خپل امريکايي سيال سره نه ګوري


د چين دفاع وزير لي شانګفو په سينګاپور کې
د چين دفاع وزير لي شانګفو په سينګاپور کې

په سنګاپور کې روانه اونۍ کیدونکې یوه لوړ پوړي امنیتي غونډه کې د چین د دفاع وزیر له خپل امریکايي سیال سره دوه اړخیزه غونډه رد کړې ده.

د شانګریلا ډایلاګ په نامه د جون له دویمې تر څلورمې نیټې پورې کیدونکې دې غونډه کې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو لوړ پوړي دفاعي چارواکي، پوځي مشران، ډیپلوماتان، د وسلو جوړونکي او امنیتي شنونکي راټولیږي.

په دې غونډه کې چې پرانیسته به یې د اسټرالیا وزیراعظم انتوني البانیز کوي، له ۴۹ هېوادونو څخه له ۶۰۰ زیات استازي ګډون کوي. پينټاګان د مې پر ۲۹مه وویل چې د چین نوي دفاع وزیر لي شانګفو د امریکا د دفاع له وزیر لویډ اسټن سره له لیدو ډډه کړې ده.

د چین د دفاع وزارت ویاند په بیجینګ کې د خبري غونډې په مهال د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د دواړو پوځونو ترمنځ تبادله تل دوام لري خو د اوسنیو ستونزو پړه د امریکا پر غاړه ده. هغه د "اوسنیوو ستونزو" تفصيل نه دی ورکړی.

بلخوا د امریکا د دفاع وزیر اسټین، د پنجشنبې په ورځ د جاپان په ښار ټوکیو کې د خبرو پر مهال ، دا "بدبختانه" وبلله چې د دوی تر مینځ به هیڅ پلان شوې ناسته نه وي. هغه وویل چې د چین د دفاع د وزیر سره به د ملاقات د هر فرصت هرکلی کوي. نوموړي زیاته کړې چې د دفاع وزارتونه باید په منظم ډول د یو بل سره خبرې وکړي او دواړه خواوې د اړیکو خلاص چینلونه ولري.

د رویټرز خبري اژانس د راپور تر مخه په اوکراین کې د روسیې جګړه، د چین او تایوان ترمنځ کړکېچ او د شمالي کوریا د وسلو پروګرامونه به د د غونډ د ایجنډا په سر کې وي. خو په دې غونډه کې د روسیې او شمالي کوریا هیڅ دولتي استازی ګډون نه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG