د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان لادرکه شوی خبريال سمیع ابراهيم کور ته ستون شوی دی


خبريال سميع ابرهيم د پاکستان له شخصي ټېلېويژن "بول نيوز" سره کار کوي ــ انځور له ارشيفه
خبريال سميع ابرهيم د پاکستان له شخصي ټېلېويژن "بول نيوز" سره کار کوي ــ انځور له ارشيفه

د پاکستان يو خبريال سمیع ابراهيم د شپږو ورځو له لادرکۍ وروسته خپل کور ته ستون شوی دی.

د ابراهيم پر ټويټر نن (د مې پر۳۰مه) سهار وختي دومره ليکل شوي چې "شکر الحمدالله". نوموړی د پاکستان له شخصي ټېلېويژن "بول نيوز" سره کار کوي.

د سميع ابراهيم همکار صديق جان هم پر خپله ټويټر پاڼه د ابراهيم کور ته د ستنېدو خبره کړې ده. پوليسو لا په دې اړه څه نه دې ویلي.

ابراهيم د مې پر ۲۴مه له اسلام اباد څخه لادرکه شوی وو او ورور علي رضا يې د تښتونې راپور د اسلام اباد په ابپاره تاڼه کې دایر کړی وو. په دې اړه د مې پر ۲۹مه نېټه د اسلام اباد های کورټ اورېدنه وشوه چې پکې پوليسو ته د سمیع ابراهيم د موندلو په اړه د رپورټ وړاندې کولو امر وشو.

د نوموړي وکيل راجه عامر عباسي د اسلام اباد های کورټ چيف جسټس عامر فاروق عدالت ته وويل چې د موبایل له لارې د هغه وروستی درک د راولپېنډۍ جوډيشل کمپلېکس وو، خو د اسلام اباد د پوليسو يوه چارواکي اېس اېس پي عدالت ته وويل چې دوی د دې سيمې تالاشي وکړه او هېڅ يې و نه موندل.

ابراهيم په داسې حال کې لادرکه شوی وو چې حکومت د قهرجنو مظاهرو په تور د تحریک انصاف په سلګونو مشران او غړي نيولي دي. سميع ابراهيم يو له هغو خبریالانو بلل کېږي چې د تحریک انصاف پلوي کوي.

د مې پر نهمه د القادر ټرسټ په نوم د درغلۍ په یوه قضیه کې د عمران خان تر ګرفتارۍ وروسته د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د تحریک انصاف د پلویانو د مظاهرو پر مهال یوشمېر کسانو پر پوځي تاسیساتو، يادګارونو او سرکاري او شخصي ودانیو حملې وکړې او ځينو ته یې اور واچاوه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG