د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کندهار کې يو سوداګر وژل شوی


د کندهار په شهيدانو چوک کې يو طالب پر پهره ولاړ دی - انځور د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ دی.
د کندهار په شهيدانو چوک کې يو طالب پر پهره ولاړ دی - انځور د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ دی.

د افغانستان په کندهار ولايت کې ناڅرګنده وسله والو يو ځايي سوداګر وژلی دی.

مشال راډيو ته د رسېدلو معلوماتو ترمخه، وژل شوی کس خیرالله نومېده او د کندهار ښار اوسېدونکی وو.

په کندهار کې د طالبانو د حکومت چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي خو عيني شاهدانو مشال راډيو ته وويل چې پر موټرسايکل سپرو وسلوالو په کندهار ښار کې پر دغه سوداګر ډزې وکړې. بریدګر د پېښې له ځايه تښتېدلي دي.

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه په افغانستان کې حکومت نیولی او ادعا کوي چې بشپړ امن یې ټينګ کړی دی. خو په بېلابېلو وختونو کې په بېلابېلو سیمو کې هدفي وژنې، تښتونې، بمي چاودنې او وسلوالې نښتې شوې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG