د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عمان سلطان ايران ته تللی


د ايران ولسمشر ابراهيم رییسي او د عمان سلطان هيثم بن طارق السعيد
د ايران ولسمشر ابراهيم رییسي او د عمان سلطان هيثم بن طارق السعيد

د عمان سلطان هیثم بن طارق السعید تهران ته د خپل ۲ ورځني سفر په وخت له ايراني ولسشمر سره کتلي دي.

ايراني رسنۍ وايي د ايراني ولسمشر ابراهیم رییسي سره د عمان د سلطان ملاقات او د هغه دا سفر د دوه اړخيزو اړيکو زیاتولو لپاره ډير ارزښت لري. السعيد تر هغه دوه ورځې وروسته، تهران ته تللی چې د ایران او بیلجیم تر منځ د بندیانو په تبادله کې یې کامیاب منځګړتوب وکړ.

د عمان بهرنیو چارو وزارت وویل چې د مې پر ۲۶مه په ایران کې قید د بلجیم د یو مرستندویه کارکونکي اولیور وینډکاسټیل او په بلجیم کې بندي د ایراني سفارتکار اسدالله اسدي تبادله وشوه. کاسټیل په ډېسېمبر کې د ایران عدالت د "جاسوسي" په تور د ۲۸ کالو د بند په سزا محکوم کړی وو خو برسلز دغه تور رد کړ. غربي هېوادونو په بیا بیا تور لګولی چې ایران هڅه کوي د بهرنیو هېوادونو وګړي یرغمل کړي او بیا یې د بندیانو په تبادله کې وکاروي.

په همدې حال کې د اېټمي پروګرام او اوکراین ته د ډرون الوتکو ورکولو په سر له تهران سره د غربي هېوادونو تناو دوام لري. دا راز غربي نړۍ په ایراني حکومت تور پورې کوي چې په دغه هېواد کې د بشري حقونو سرغړونې کوي خو تهران روسیې ته په اوکراین کې د جګړې لپاره د ډرون الوتکو ورکولو تورونه رد کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG