د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلجیم او ایران د قیدیانو تبادله کړې ده


د بلجیم په ګډون په ګڼو اروپايي هیوادونو کې خلک د ایراني حکومت ضد وخت په وخت احتجاجونه کوي.
د بلجیم په ګډون په ګڼو اروپايي هیوادونو کې خلک د ایراني حکومت ضد وخت په وخت احتجاجونه کوي.

بلجیم او ایران د عمان په منځګړیتوب د قیدیانو تبادله کړې ده خو د ایران د جلاوطنه مخالفې ډلې پر دې ګام تنقید کړی او "شرمناک" یې بللی دی .

د عمان د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د دې ګام له مخې د مې پر ۲۶مه په ایران کې قید د بلجیم د یو مرستندویه کارکونکي اولیور وینډکاسټیل او په بلجیم کې بندي د ایراني سفارتکار اسدالله اسدي تبادله وشوه.

د بلجیم او ایران چارواکو دا خبر تایید کړی دی.

د عمان وزارت د مې پر ۲۶مه په یوه بیان کې وویل "هغه کسان چې خوشي شوي نن له تهران او برسلز نه مسقط ته لېږدول شوي دي چې خپلو هېوادونو ته د ستنېدو لپاره تیاری ونیسي."

وانډکاسټیل په ډېسېمبر کې د ایران عدالت د "جاسوسي" په تور د ۲۸ کالو د بند په سزا محکوم کړی وو خو برسلز دغه تور رد کړ.

غربي هېوادونو په بیا بیا تور لګولی چې ایران هڅه کوي د بهرنیو هېوادونو وګړي یرغمل کړي او بیا یې د بندیانو په تبادله کې وکاروي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG