د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراین او روسیې پر یو بل د ولسي ځایونو په نښه کولو تورونه پورې کړي دي


د مې پر ۲۶مه د اوکراین په دنیپرو ښار کې د میزایل تر لګېدو وروسته په ودانۍ اور بل دی.
د مې پر ۲۶مه د اوکراین په دنیپرو ښار کې د میزایل تر لګېدو وروسته په ودانۍ اور بل دی.

د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي ویلي د هغه هېواد په دنیپرو ښار کې پر روغتون د روسیې میزایل لګېدلی چې پکې یو تن وژل شوی او ۱۵ نور ژوبل دي.

زېلېنسکي د مې پر ۲۶مه پر ټېلېګرام لیکلي چې د ژغورنې عملیات دوام لري او د پېښې ښکار خلکو ته ټول اړین خدمات رسول شوي دي.

په عین حال کې روسیو چارواکو په درو سیمو کې د اوکراینیو ځواکونو د بریدونو خبر ورکړی دی.

د روسیې د بېلګورود سیمې ګورنر ویاچېسلاف ګلادکوف د مې پر ۲۶مه پر ټېلېګرام لیکلي چې د مې ۲۵مې شپې مهال اوکرایني پوځ د هغه هېواد په څلورو ضلعو توغندي ویشتلي دي چې پکې مرګژوبله نه ده شوې.

د روستوف سیمې ګورنر وسیلي ګولوبېف ویلي، یو اوکراینی توغندی پر موروزوفسک کار لګېدلی دی.

د جنوب غربي ښار کراسنودار ښاروال اېوګیني نوموف ویلي، چاودنې یو دفتر او یو کور ته نقصان رسولی دی.

اوکراین لا د روسیو چارواکو تورونو په اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG