د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا وايي د ایران بیلېسټېک توغندي جدي ګواښونه زېږوي


د ایران نوی توغندی تر ۲،۰۰۰ کېلومیټرو پورې واټن ویشتلی شي.
د ایران نوی توغندی تر ۲،۰۰۰ کېلومیټرو پورې واټن ویشتلی شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند میتیو مېلر ویلي چې د ایران لیرې واټن ویشتونکي توغندي جدي ګواښونه زېږوي.

دا خبره نوموړي د مې پر ۲۵مه په واشنګټن کې تر هغې وروسته خبریالانو ته وکړه چې ایران د یو لیرې واټن ویشتونکي بیلېسټېک توغندي ازموینه وکړه.

مېلر وویل، "په څرګنده مو دا خبره کړې چې د ایران د بیلېسټېک توغندیو پراختیا، سیمه‌يیز او نړیوال امنیت ته یو جدي ګواښ دی."

فرانسې هم د ایران د بیلېسټېک توغندي ازموینه غندلې او هغه یې په ۲۰۱۵ز کال کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پرېکړه‌ لیک سرغړونه بللې ده.

د ایرانیو رسنیو د راپورونو له مخې، د هغه هېواد پوځ د مې پر ۲۵مه داسې توغندی ښکاره کړ چې تر ۲،۰۰۰ کېلومیټره پورې هدف ویشتلی شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG