د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه او طالبان افغانستان کې د مرستو د سم وېش لپاره د همغږۍ کمېټه جوړوي


کابل کې د مې پر ۲۴مه د بهرنیو چارو په وزارت کې د ملګرو ملتونو ادارو او د طالبانو حکومت د استازو غونډه جوړه شوې وه.
کابل کې د مې پر ۲۴مه د بهرنیو چارو په وزارت کې د ملګرو ملتونو ادارو او د طالبانو حکومت د استازو غونډه جوړه شوې وه.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ادارو له طالبانو سره موافقه کړې چې د مرستو د سم وېش لپاره د طالبانو د سرپرست حکومت له ادارو سره د همغږۍ یوه کمېټه جوړوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل د مې پر ۲۴مه پر خپله ټوېټر پاڼه د دې کمېټې د جوړېدو خبر ورکړی دی.

په دې لړ کې د مې پر ۲۴مه په کابل کې د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت کې د ملګرو ملتونو ادارو او د طالبانو حکومت د استازو غونډه شوې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتو د بشري چارو همغږي کوونکي رامز الاکبروف، چې په هغه هېواد کې د ملګرو ملتونو د مرستندويه ماموريت (يوناما) مرستیال هم دی، غونډې ته وویل چې هغوی په دې هڅه کې دي چې د مرستو وېش په داسې ډول تنظيم شي چې "خلکو ته کاري فرصتونه پیدا کړي او د اقتصاد څرخ په حرکت راشي."

په افغانستان کې د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې خلک له بېکارۍ او ګڼو نورو اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG