د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان اصف درانی د افغانستان لپاره ځانګړی استازی ټاکلی دی


په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزرات مخې ته ساتونکي ولاړ دي ـ پخوانی عکس
په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزرات مخې ته ساتونکي ولاړ دي ـ پخوانی عکس

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې پخوانی ډېپلوماټ اصف علي خان درانی یې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي په توګه ټاکلی دی.

وزارت د مې په ۲۳مه پر رسمي ټوېټر په بیان کې ویلي دي چې دراني تر ټاکنې وروسته د بهرنیو چارو له ریاستي وزیرې حنا رباني کر سره لیدلي دي .

اصف درانی د پاکستان پخوانی ډېپلوماټ دی چې د افغانستان ترڅنګ یې په یوشمېر هېوادونو کې د سفیر په توګه دنده ترسره کړې ده.

نوموړی تر هغې وروسته د افغانستان لپاره ځانګړی استازی مقرر شوی دی چې پخواني استازي محمد صادق خان د روان کال په مارچ کې له خپلې دندې استعفا ورکړه.

صادق پخواني وزیراعظم عمران خان د ۲۰۲۰ز کال په جون کې د افغانستان لپاره ځانګړی استازی ټاکلی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG