د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان لپاره د پاکستان وزیراعظم ځانګړي استازي محمد صادق استعفا ورکړې ده


محمد صادق له ۲۰۰۸ز کال څخه تر ۲۰۱۴ز کال پورې په افغانستان کې سفیر وو - پخوانی انځور.
محمد صادق له ۲۰۰۸ز کال څخه تر ۲۰۱۴ز کال پورې په افغانستان کې سفیر وو - پخوانی انځور.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق له خپلې دندې استعفا کړې ده.

نوموړي د مارچ پر لومړۍ پر خپله رسمي ټوېټر پاڼه لیکلي چې شاوخوا درې کاله یې دا دنده ترسره کړه او اوس استعفا ورکوي.

محمد صادق د خپلې دندې پر مهال د افغانستان او پاکستان ترمینځ د اړیکو ښه کولو د هڅو لپاره د د وزیراعظم شهباز شریف او خپلو ټولو همکارانو مننه کړې ده.

نوموړي د استعفا ورکولو په اړه نور معلومات نه دي ورکړي خو یوازې یې دا ویلي چې غواړي نور خپل "شخصي" ژوند او کارونو ته وخت ورکړي.

صادق پخواني وزیراعظم عمران خان د ۲۰۲۰ز کال په جون کې د افغانستان لپاره ځانګړی استازی ټاکلی وو.

نوموړی په ۲۰۱۶ز کال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ملي امنیت له څانګې څخه د سېکرټر په حیث تقاعد شوی وو. دی تر دې مخکې له ۲۰۰۸ز څخه تر ۲۰۱۴ پورې په افغانستان کې د پاکستان سفیر وو.

له دې پرته صادق تر یو نیم کال پورې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په توګه هم کار کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG