د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اوکراین د زپورېژیا ايټمي برېښناکوټ بجلي‌ پرې شوې


د زپورېژیا په اټومي برېښناکوټ تر دې مخکې هم بجلي قطع شوې ده - پخوانی انځور.
د زپورېژیا په اټومي برېښناکوټ تر دې مخکې هم بجلي قطع شوې ده - پخوانی انځور.

د اوکراین د ايټمي انرژۍ ادارې (اېنرګواتوم) ویلي دي چې د زیات وولټېج (قوت) د ترسیل پر نظام د روسیو ځواکونو د بمبارۍ له کبله د زپورېژیا ايټمي برېښناکوټ ته بجلي قطع شوې ده.

هغې ادارې د مې پر ۲۲مه په بیان کې وویل چې روسیو ځواکونو د اوکراین په دنیپروپېتروفسک سیمه کې بمباري وکړخ پکې د برېښنا ترسیل نظام په نښه شوی دی.

روسیې د مې ۲۱مې شپې پر مهال پر هغه سیمه د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړې وو.

پر اوکراین د روسیې له یرغل راهیسې په زپورېژیا کې د اروپا په تر ټولو لوی اټومي برېښناکوټ تر دې مخکې هم ۷ ځلې بجلي قطع شوې ده خو پر دې سربېره کار کوي.

اېنرګواتوم وايي، د برېښناکوټ د پمپونو د یخ ساتلو لپاره ورته له بهره د برېښنا ترسیل خورا مهم دی. د ادارې په خبره، د بجلۍ له قطع کېدو سره سم په برېښناکوټ کې د خودکاره نظام د ډیزلو جنرېټرونه چالان شوي دي.

د اوکراین اټومي انرژۍ اداره وايي، د جنرېټرو چلولو لپاره د ۱۰ ورځو تېل لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG