د تاجکستان بهرنیو چارو وزارت وايي شام ورته ۱۰۴ تاجکان او ۵ قزاق وګړي سپارلي دي.
د تاجکستان بهرنيوو چارو وزارت د مې پر ۲۱مه، فرانس پریس خبري اژانس ته ويلي چې په ورستنو شويو کې ۳۱ ښځې او ۸۳ ماشومان شامل دي. د وزارت په خبره پر دوی سربیره د قزاقستان ۵ هغه وګړې هم له شامله ورليږل شوې چې تاجکستان ته یې تلل غوښتل.
فرانس پریس خبري اژانس ويليچې دغه ښځې او ماشومان په هغو کمپونو کې ساتل کېدل، چې د شام په شماليکې د وسله والو کورنيو لپاره جوړ شوي دي. دا کمپونه د شام د کردي ځواکونو تر کنټرول لاندې دي. دلته د اکثرو اوسېدونکو کورنيوو سړي د داعش وسله والې ډلې غړي وو چې په جنګ کې وژل شوي دي.
په ۲۰۱۴ کال کې په زرګونو بهرنيو وګړي چې په سلګونو یې د تاجکستان او نورو مرکزي هېوادونو وو، د داعش سره يو ځای شوي وو. د ملګرو ملتونو له خوا ترهګرې ګرځول شوې داعش وسله والې ډلې په دغه کال کې په عراق او شام کې خلاف اعلان کړی وو.