د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان کام اېیر والیبال لوبډلې بحرین ته ماتې ورکړې


د افغانستان کام ایر والیبال لوبغاړی د سیالۍ پر مهال بال وهي ـ پخوانی انځور.
د افغانستان کام ایر والیبال لوبغاړی د سیالۍ پر مهال بال وهي ـ پخوانی انځور.

د افغانستان د کام اېیر والیبال لوبډلې د اسیا اتلانو په سیالیو کې بحرین ته په درې - صفر ماتې ورکړه.

د افغانستان د والیبال استازي کلب لومړی سېټ په ۲۵- ۱۸، دویم په ۲۵- ۱۷ او وروستی هغه یې په ۲۵ - ۲۲ وګاټه.

کام اېیر لوبډله به اوس د ۱۳م مقام ترلاسه کولو لپاره د تایلینډ او یا هم د هانګ کانګ له لوبډلې سره یوه سیالي کوي.

دا په روانو سیالیو کې د کام اېیر لوبډلې دویمه بریا ده.

تر دې مخکې هغې لوبډلې د مې په ۱۹مه نېټه هانګ کانګ ته هم په درې صفر ماتې ورکړې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG