د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مکې په یوه هوټل کې د اورلګېدو پېښه کې ۸ پاکستانیان مړه شوي


د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو هر کال مېلېونونه خلک سعودي عرب ته د عمرې لپاره ځي ـ پخوانی انځور
د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو هر کال مېلېونونه خلک سعودي عرب ته د عمرې لپاره ځي ـ پخوانی انځور

د سعودي عرب مکې ښار په یو هوټل کې اور لګېدو په پېښه کې اته پاکستانیان مړه او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان دولتي راډيو، د مې پر ۲۰مه، د بهرنيو چارو وزارت په حواله خبر ورکړي چې په جده کې د پاکستان ماموریت د متاثرینو او د هغوی له کورنیو سره په تماس کې دی.

وزيراعظم شهباز شريف په پېښه کې پر اوښتي زیان خفګان ښکاره کړی دی.

پاکستانيو رسنیو لیکلی چې د پېښې ښکار شوي کسان هلته د عمرې لپاره تللي ول او په هغه هوټل کې اوسېدل.

په سعودي عرب کې په ځینې وختونو کې په هوټلونو کې د اور لګېدنې پېښې مخې ته راځي. په ۲۰۱۴ز کال کې د مدينې ښار په هوټل کې د اور لګیدو له وجې لږ تر لږه ١٢ کسان وژل شوي او ١٣٠ تنه نور زخمیان شوي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG