د لاسرسي ځای

تازه خبر

اردغان: د تور سمندرګي له لارې د اوکراینۍ غلې د لېږد موافقه تر ۲ میاشتو غځېدلې ده


په اوکرایني بندر کې کارکوونکي له هېواده بهر لېږدېدونکې غله باروي - د اپرېل ۲۶مې انځور.
په اوکرایني بندر کې کارکوونکي له هېواده بهر لېږدېدونکې غله باروي - د اپرېل ۲۶مې انځور.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان اعلان کړی دی چې د تور سمندرګي د بندرونو له لارې د اوکراین د غلو لېږد موافقه تر دوو میاشتو پورې غځول شوې ده.

نوموړي دا اعلان د چارشنبې (شورو) پر مازیګر پر داسې مهال وکړ چې ټاکل شوې وه د مې پر ۱۸مه د موافقې موده پای ته ورسي.

اردغان وویل، "تر دوو نورو میاشتو پورې د تور سمندرګي د غلې د [برامد] موافقې غځولو فیصله شوې ده."

ده وویل، روسیې موافقه کړې ده چې له دوو اوکراینیو بندرونو څخه به د کښتیو د روانېدو مخه نه نیسي او هیله یې وښوده چې هغه موافقه به د "ټولو خواوو لپاره ګټوره وي."

اردغان دا اعلان پر داسې مهال کړی دی چې روسیې د خپلې غلې او کیمیاوي سرې د صادرولو پر وړاندې د خنډونو په غبرګون کې له موافقې څخه د وتلو ګواښ کړی وو.

هغه هوکړه چې د تور سمندرګي له لارې د اوکراینۍ غلې د خوندي لېږد لپاره په ۲۰۲۲ز کال کې د ترکیې او ملګرو ملتونو په مینځګړتوب شوې وه، دوه ځلې غځول شوې ده.

اوکراین د موافقې د تازه تمدید هرکلی کړی خو ویلي یې دي چې باید په موثره توګه عملي شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG