د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان قامي اسمبلۍ د پارلېمان سپکاوي ضد قانوني مسوده منظوره کړه


له قامي اسمبلۍ څخه تر منظورۍ وروسته به اوس د پارلېمان د سپکاوي ضد قانوني مسوده د سېنېټ منظورۍ او وروسته د ولسمشر لاسليک ته اړتيا لري ــ پخوانی انځور
له قامي اسمبلۍ څخه تر منظورۍ وروسته به اوس د پارلېمان د سپکاوي ضد قانوني مسوده د سېنېټ منظورۍ او وروسته د ولسمشر لاسليک ته اړتيا لري ــ پخوانی انځور

د پاکستان قامي اسمبلۍ يوه قانوي مسوده منظوره کړې چې له مخې به یې د پارلېمان توهينوونکي ته تر شپږو مياشتو بند يا يو ميليون روپيو جرمانې سزا او يا پر يو وخت دواړې سزاوې ورکول کېږي.

د مې پر ۱۶مه له قامي اسمبلۍ په اکثريت رایو سره تر منظورېدو وروسته، هغه بیل اوس د قانون جوړېدو لپاره لومړی سېنېټ او بیا ولسمشر ته د لاسليک لپاره ځي.

د قامي اسمبلۍ غړي او د قواعدو، ضوابطو او استحقاق کمېټې مشر رانا قاسم نون پارلېمان ته د سپکاوي ۲۰۲۳ز هغه بیل د مې پر نهمه وړاندې کړی وو.

د قامي اسمبلۍ پر ووبپاڼې د بيل په خپاره شوي متن کې راغلي چې د پارلېمان د سپکاوي د څارنې لپاره به د اپوزېشن او حکومتي غړو یوه کمېټه جوړېږي او که پر يو چا د پارلېمان د سپکاوي تور وو، د سېنېټ مشر به یې قضيه هغې ۲۴ کسیزې کمېټې ته لېږي.

کمېټه به د عدالت په شان پرېکړې او سزاوې اوروي.

د بيل ترمخه،کمېټې ته وړاندې شوي شواهد او قضيې په ولسي عدالتونو کې نه شي داخلېدلی.

په پاکستان کې عدالت ته د سپکاوي قانون وار له مخه موجود دی او عاملينو ته يې په بېلابېلو وختونو کې سزاګانې ورکول کېږي. خو د هغه هیواد پارلېمان ته په بېلا بېلو وختونو کې داسې الفاظ کارول شوي چې بیا ورباندې پارلېمان د غندنې قرادادونه منظور کړي خو په دې اړه، عدالت ته د سپکاوي په څېر قانون یا سزا نه شته.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG