د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بره جنوبي وزیرستان اوسېدونکي ضلعي دفترونه له ټانکه لېږدول غواړي


د بره جنوبي وزيرستان انتظامي دفتر د خيبر پښتونخوا په ټانک کې دی، خو ځايي اوسېدونکو په وار وار غوښتنه کړې چې دا دې د هغوی په سيمه کې جوړ کړل شي. پخوانی انځور
د بره جنوبي وزيرستان انتظامي دفتر د خيبر پښتونخوا په ټانک کې دی، خو ځايي اوسېدونکو په وار وار غوښتنه کړې چې دا دې د هغوی په سيمه کې جوړ کړل شي. پخوانی انځور

د بره جنوبي وزیرستان اوسېدونکي له حکومته غوښتنه کوي چې د نوې ضلعې دفترونه دېې له ټانک څخه هغې سيمې ته ولېږدوي.

هغوی همدا رنګه له افغانستان سره د تجارت لپاره د شوال لارې پرانيستلو غوښتنه کړې ده.

د بره جنوبي وزیرستان د اوسېدونکو د غوښتنو په ځواب کې مرستیال کمېشنر اشفاق خان د مې پر ۱۶مه مشال راډیو تنه وویل ترڅو پورې چې د خيبر پښتونخوا کور کمانډر وار له مخې دلچسپي ښکاره کړې وه چې مسید هم بايد له افغانستان سره رسمي پوله ولری.

اشفاق خان دا هم وويل چې حکومت پرېکړه کړې چې سپینکی زغزی به د بره جنوبي وزیرستان مرکز وي، خو ځینې مشران بیا غوښتنه کوي چې مرکز دې په بل ځای کې وي، نو د نومړي په وينا د همدې اختلاف له وجې دا کار تر اوسه پاتې دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG