د لاسرسي ځای

تازه خبر

مولوي عبدالکبیر په موقتي توګه د طالبانو د حکومت رییس الوزرا ټاکل شوی


مولوي عبدالکبير د رييس الوزرا سياسي مرستيال دی. انځور له ارشيفه
مولوي عبدالکبير د رييس الوزرا سياسي مرستيال دی. انځور له ارشيفه

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د سرپرست رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند د ناروغۍ له کبله رخصتي اخیستې او پر خپل ځای یې د چارو د پر مخ وړلو لپاره خپل سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر معرفي کړی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌ الله مجاهد د مې پر ۱۶مه ناوخته مشال راډيو ته وويل چې ملا حسن اخوند د ناروغۍ له کبله ارام کول غوښت نو ځکه يې پر خپلې چوکۍ د لنډې مودې لپاره مولوي عبدالکبير معرفي کړ.

تر دې وړاندې ځينو رسنیو راپور ورکړی وو چې مولوي عبدالکبیر د طالبانو د مشرتابه له‌ خوا د ریاست الوزرا د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.

طالبان د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې واک ته ورسېدل او د ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ یې سرپرست کابینه اعلان کړه چې لا تر اوسه په همهغه حيث کار کوي. تر دې دمه د نړۍ هېڅ يوه هېواد د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پېژندلی.

ملا حسن اخوند چې د طالبانو د بنسټګر او لومړني رهبر ملا محمد عمر اخوند له نېږدې ملګرو دی، خو نوموړی په غونډو کې کم ښکاره کېده او زياتره لیدنې د هغه مرستیالانو ملا عبدالغني برادر، ملا عبدالسلام حنفي او مولوي عبدالکبیر کولې.

ملا محمد حسن اخوند
ملا محمد حسن اخوند

ملا حسن اخوند د طالبانو يو له هغو رهبرانو یادېده چې تر ډېره یې د خپل رهبر ملا هبت الله اخوندزاده د فرمانونو تطبیق څاره او په ګڼو مسایلو کې یې نرمښت ونه ښود.

بل خوا مولوي عبدالکبیر، چې تازه د موقت رییس الوزرا په توګه ټاکل شوی، د ګڼو بهرنیو او لوېدیزو سفارتکارانو او استازو سره لیدنې کولې.

نوموړي په وروستي ځل د مې پر نهمه په کابل کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې روزوا اوتنبایېوا سره ليدلي ول.

د طالبانو حکومت په یوه بیان کې ویلي چې مولوي کبیر له اغلې اوتنبایېوا سره لیدنه کې له طالبانو سره د نړۍ د تعامل او تفاهم غوښتنه کړې ده.

مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې روزا اوتنبایېوا سره د لیدنې پر مهال
مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې روزا اوتنبایېوا سره د لیدنې پر مهال

مولوي عبدالکبیر د پکتیا اصلي اوسېدونکی دی او د طالبانو په پخوانۍ دوره کې هم د ۲۰۰۱ز کاله له اپرېل څخه بيا تر نومبر مياشتې پورې صدراعظم پاتې شوی وو.

نوموړی د طالبانو د لومړي رژیم تر ړنګېدو وروسته د مشرتابه شورا او د مرکچي پلاوي غړی هم پاتې شوی دی.

XS
SM
MD
LG