د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قطر وزیراعظم د طالبانو د حکومت له رییس الوزرا سره لیدلي دي


د طالبانو حکومت وايي، د قطر وزیراعظم د مې پر ۱۲مه په کندهار کې د طالبانو له رییس الوزرا سره ولیدل.
د طالبانو حکومت وايي، د قطر وزیراعظم د مې پر ۱۲مه په کندهار کې د طالبانو له رییس الوزرا سره ولیدل.

د قطر وزیراعظم محمد بن عبدالرحمان آل ثاني په کندهار کې د طالبانو د سرپرست حکومت له رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند سره لیدلي دي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تر لیدنې وروسته پر خپل ټوېټر لیکلي چې آل ثاني د یو پلاوي په مشرۍ له اخوند سره وکتل. د هغه په خبره، په پلاوي کې د قطر د استخباراتو مشر عبدالله الخلیفي هم شامل دی.

قطر د امریکا او طالبانو ترمینځ مذاکراتو کې مهم رول لوبوي.

محمد بن عبدالرحمان آل ثاني د قطر د وزیراعظمۍ ترڅنګ د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر هم دی.

ذبیح االله مجاهد وايي چې دواړو خواوو د تعلیم او صحت په ګډون په مختلفو برخو کې د همکارۍ زیاتولو ژمنې وکړې.

د طالبانو حکومت په بیان کې له دې پرته نور معلومات نه دي ورکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG