د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا وايي داسې نښې يې لیدلې چې ایران او روسیه دفاعي شراکتداري پراخوي


سامان وړونکي کانټېنرونه د روسيې او ايران په بيرغونو رنګ شوي دي ــ انځور له ارشيفه
سامان وړونکي کانټېنرونه د روسيې او ايران په بيرغونو رنګ شوي دي ــ انځور له ارشيفه

سپینې ماڼۍ ویلي چې امریکا نورې داسې نښې لیدلې چې ایران او روسیه دفاعي شراکتداري پراخوي.

د سپينې ماڼۍ په وينا له دې سره به مسکو ته په اوکراین کې د جګړې په اوږدولو کې مرسته ترلاسه شي.

د سپیني ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کیربي د مې پر ۱۵مه وويل، روسیه هڅه کوي چې له ایرانه نور پرمختللي ډرونونه واخلي او په عین وخت کې ایران هم کوښښ کوي چې له روسیې څخه د اربونو ډالرو پوځي الات واخلي.

ایران روسیې ته د ډرونونو لېږدولو د خبرې پخلی کړی خو وايي چې دا یې ورته د روسیې لخوا پر اوکراین د ۲۰۲۲ز کال تر حملې وړاندی ورکړي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG