د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کواټ په دره ادم خېل کې د ۲ قبيلو ترمينځ نښتې کې ۱۶ کسان وژل شوي دي


د خيبر پښتونخوا د کواټ ضلعې په دره ادم خېلو کې د کويلې يو کان ــ انځور له ارشيفه
د خيبر پښتونخوا د کواټ ضلعې په دره ادم خېلو کې د کويلې يو کان ــ انځور له ارشيفه

د خيبر پښتونخوا په کواټ ضلع کې د دوو قبيلو ترمينځ د ځمکې پر سر را پورته شوې شخړه کې لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي او درې ژوبل شوي دي.

د پوليسو وياند فضل نعيم پرون (د مې پر ۱۵مه) مشال راډيو ته وويل چې دا شخړه د کواټ په پخوانۍ نيمه قبايلي سيمې دره ادم خېلو کې د سني خېل او زرغون خېل قبيلو تر مينځ شوې ده.

نوموړي زياته کړه چې په هغه سيمه کې د کويلې د يوه کان د ملکيت پر سر د دواړو قبيلو ترمينځ له اوږدې مودې راهيسې لانجه روانه وه او کله چې د مې پر ۱۵مه د هغې لانجې د هواري لپاره سره راټول شول نو نښته وشوه.

د فضل نعیم په وینا، د دې نښتې په پایله کې ۱۶ کسان وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي چې ټول د زرغون خېلو سېول روغتون ته رسول شوي دي.

د دره ادم خېلو يو ځايي خبريال ظفر اپرېدي مشال راډيو ته ويلي چې د سني خېلو او زرغون خېلو تر مينځ د کويلې د غرونو پر سر له تېر يو کال راهيسې لانجه روانه وه چې د دواړو ترمينځ څو ځلې جرګې هم شوې دي.

تر پېښې وروسته پوليس سيمې ته رسېدلي او د تازه راپورونو له مخې د دواړو قبيلو ترمينځ ډزې درېدلې دي.

د خيبر پښتونخوا په قبايلي سيمو کې تر دې وړاندې هم د ځمکو پر سر لانجې شوې چې يوشمېر کسانو ته پکې مرګژوبله اوښتې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG