د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکرایني ولسمشر یو ځل بیا په ناټو د ورګډېدو غوښتنه کړې ده


اوکرایني ولسمشر زېلېنسکي د اپرېل پر ۲۰مه هم کییف ته د ناټو د مشر سفر پر مهال په هغه اېتلاف کې د ورګډېدو غوښتنه کړې وه.
اوکرایني ولسمشر زېلېنسکي د اپرېل پر ۲۰مه هم کییف ته د ناټو د مشر سفر پر مهال په هغه اېتلاف کې د ورګډېدو غوښتنه کړې وه.

اوکرایني ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي له ناټو غوښتي دي چې هغه اېتلاف دې په راتلونکې سرمشریزه کې د کییف غړیتوب په اړه مثبته سیاسي فیصله وکړي.

ټاکل شوې د ناټو سرمشریزه په جولای کې د لېتوانیا په پلازمېنه وېلنییس کې وشي.

د اوکراین غربي متحدانو هغه هېواد ته د روسیې د یرغل پر وړاندې د جګړې لپاره وسلې ورکړې دي خو کییف د خپل امنیت په اړه لا پیاوړی ضمانت غواړي او په ناټو پوځي اېتلاف کې د ورګډېدو هیله لري.

زېلېنسکي د مې پر ۱۵مه د کوپنهاګن (کوپنهېګن) جمهوري سرمشریزې ته په ویډیويي وینا کې وویل، وخت راغلی دی چې په اروپا کې د امنیت په اړه تر ټولو لویه بې یقیني ختمه شي او د یوې مثبتې سیاسي فیصلې له لارې اوکراین د ناټو غړیتوب ترلاسه کړي.

اوکراین له یوې مودې راهیسې په ناټو د ورګډېدو خبره کوي. روسیه په هغه پوځي اېتلاف کې د کییف د شاملېدو مخالفه ده او دا کار د وارسا موافقې ضد بولي.

د ناټو سرمنشي ینز ستولنتبرګ په اپرېل کې د کییف د ناڅاپي سفر پر مهال ویلي ول چې د اوکراین راتلونکې په هغه اېتلاف کې ده خو روښانه یې نه کړه چې دا کار به کله وشي.

نوموړي البته ټینګار وکړ چې د ۳۱ غړو هېوادونو هغه اېتلاف به د روسیې د ۱۴ میاشتني یرغل پر وړاندې په مبارزه کې د اړتیا تر حده د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړي.

روسیې د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین حمله وکړه. په هغه جګړه کې دواړو خواوو ته زرګونه کسان او سرتېري وژل شوي او لکونه اوکراینیان بې کوره شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG