د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو هند کې د افغانستان سفارت ته نوی شارژدافېر معرفي کړی


په نوي ډيلي کې د افغانستان سفارت. پخوانی انځور
په نوي ډيلي کې د افغانستان سفارت. پخوانی انځور

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر منلې چې په هند کې يې د افغانستان سفارت ته نوی شارزدافیر معرفي کړی دی.

سهيل شاهين د مې پر ۱۵مه نېټه مشال راډیو ته په استولي پیغام کې لیکلي، "قادرشاه چې هلته یې سفارت کې کار کاوه، د اوس لپاره شارزدافیر ټاکل شوی."


قادرشاه په هند کې د افغانستان سفارت کې له کار کولو وړاندې د پرځول شوي پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د جمهوري نظام پر مهال د ملي امنیت شورا د ویاند په توگه هم دنده مخته وړې وه.


مشال راډیو په هند کې د افغانستان د سفیر فرید‌ ماموندزي سره هم په دې اړه تماس ونياو چې ایا لا هم خپلې دندې ته دوام ورکوي او که نه، خو هغه ځواب و نه وایه‌.

د هند حکومت هم رسما په دې اړه څه نه‌ دي ويلي‌. په ۲۰۲۱ز کال پر کابل تر واکمنېدو وروسته د هند په ګډون هېڅ يوه لا د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پېژندلی. البته د ۲۰۲۲ز کال د جون پر دويمه نېټه يو هندي پلاوی کابل ته سفر کړی وو.

هغه مهال د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي مازیګر پر ټوېټر په بیان کې لیکلي ول چې د هند د بهرنیو چارو وزارت یو لوړپوړي ډېپلوماټ جې پي سېنګ په مشرۍ یوه پلاوي په کابل کې د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره پر ډېپلوماټيکو اړیکو، دوه اړخیزه تجارت او بشري مرستو خبرې وکړې.

هغه وخت نوي ډیلي په افغانستان کې د بشري وضعیت خرابېدو ته په کتو، له افغانستان سره د لسګونه زره مېټرک ټنه غنمو مرسته کړې ده.

XS
SM
MD
LG