د لاسرسي ځای

تازه خبر

اجیت دووال: افغانستان کې له امریکایانو پاتې وسله ګاونډیو هېوادونو ته خطر پېښوي


اجیت دووال (له ښي لوري څلورم ) په نوي دلي کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د امنیتي استازو د غونډې پرمهال - د ۲۰۲۱ز کال د نومبر ۱۰مې انځور.
اجیت دووال (له ښي لوري څلورم ) په نوي دلي کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د امنیتي استازو د غونډې پرمهال - د ۲۰۲۱ز کال د نومبر ۱۰مې انځور.

د هند د ملي امنیت سلاکار دعوه کړې چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته هلته له امریکا څخه "زیاته پاتې شوې وسله د ترهګرو لاس ته لوېدلې" چې ګاونډیو هېوادونو ته خطر پېښوي.

دا خبره نوموړي د مې پر ۲۶مه د تاجکستان په سرښار دوشنبې کې د افغانستان په اړه د نړیوالې غونډې په څنډه کې له خپل ايراني سيال علي شمخاني سره په کتنه کې وکړه. دووال د افغانستان اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ وباله.

واشنګټن او طالبانو د دووال د څرګندونو په غبرګون څه نه دي ویلي.

خو امریکا له افغانستانه د سرتېرو ایستلو پرمهال خپل اضافي پوځي سامانونه هم له هېواده بهر لېږدولي ول البته په تېرو دوو لسیزو کې نړیوالو د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو ته وسلې ورکړې وې چې هغه د نظام تر ړنګېدو وروسته د طالبانو لاس ته ولوېدې.

طالبانو په تېرو وختونو کې له افغانستانه د وسلو او پوځي سامانونو د قاچاق تورونه رد کړي دي او همداراز ټینګار کوي چې ټول پوځي سامانونه یې تر کنټرول لاندې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د مې پر ۲۷مه په دوشنبې کې د افغانستان د امنیتي او بشري وضعیت په اړه د سيمې د یوشمېر هېوادونو د امنیت سلاکاران ورغونډ شوي.

ټاکل شوې چې په دوه ورځنۍ غونډه کې د نورو موضوعاتو تر څنګ په افغانستان کې د ښځو د حقونو او ټولګډونه حکومت پر اړتیا هم خبرې وشي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دې غونډې هر کلی کړی دی. د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني د مې پر ۲۶مه له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې "طالبان د هرې هغې ناستې، چې د افغانستان په محوریت ترسره کېږي، هرکلی کوي."

د یوشمېر بهرنیو رسنیو له معلوماتو سره سم، د دوشنبې په غونډه کې د افغانستان پر امنیتي، سیاسي، اقتصادي او بشري وضعیت بحث کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG