د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان ۲۳ ولایتونو کې د پولیو کیمپېن کېږي


په کندهار کې یوه
په کندهار کې یوه

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د مې له ۱۵مې څخه د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د ګوزڼ ناروغۍ واکسیني کیمپېن پیلېږي.

وزارت د مې پر ۱۳مه وویل چې په کیمپېن کې تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي شاوخوا شپږ مېلیونه ماشومانو ته واکسیني څاڅکي ورکوي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې (یونېسېف) د مې پر ۱۳مه وویل چې په ننګرهار کې یې د پولیو لومړۍ پېښه ثبت کړې ده.

افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې د پوليو وايرس لا هم موجود دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG