د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ایران کې یو خبریال وژل شوی دی


رسنۍ وايي، پېښه د خوزستان ولایت د ایذه ښار په یوه چایخانه کې شوې ده - پخوانی انځور.
رسنۍ وايي، پېښه د خوزستان ولایت د ایذه ښار په یوه چایخانه کې شوې ده - پخوانی انځور.

تسنیم خبري اژانس وايي چې د ایران په جنوب لویدیځ خوزستان ولایت کې یو خبریال وژل شوی دی.

اژانس وايي، اکبر لیموچي د "توسعه جنوب" ورځپاڼې مدیر وو او د مې پر ۱۳مه د ایذه ښار په چایخانه کې ناست وو چې یو وسلوال ورغی، ورباندې یې ‌‌‌‌ډزې وکړې او د پېښې له ځایه وتښتېد.

په وروستیو اوونیو کې په ایران کې دا ډول بریدونه چې تر شا یې عوامل روښانه نه دي، زیات شوي دي.

ایران د ۲۰۲۲ز کال له مني راهیسې له ناکراریو سره مخامخ دی. په هغه هېواد کې تېر کال د سېپټېمبر په نیمايي کې د پوليسو په توقيف کې د ۲۲ کلنې مهسا امیني تر مړینې وروسته پراخې مظاهرې پیل شوې.

هغه د سېپټېمبر پر ۱۳مه د حجاب په "سمه توګه" نه مراعتولو په تور نيول شوې وه. بلخوا ایراني رژیم د مهسا اميني د وژنې خلاف مظاهرې "د بهرنيانو دسيسه" بللې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG