د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هند کې په توکمیز تاوتریخوالي کې ۵۴ کسان وژل شوي دي


د منيپور ایالت په بېلابېلو برخو کې د مې له درېیمې راهیسې تاوتریخوالی روان دی - د مې څلورمې انځور.
د منيپور ایالت په بېلابېلو برخو کې د مې له درېیمې راهیسې تاوتریخوالی روان دی - د مې څلورمې انځور.

د هند په شمال ختیز ایالت منيپور کې په توکمیز تاوتریخوالي او نښتو کې د وژل شویو شمېر ۵۴ ته لوړ شوی دی.

چارواکو د نظم بحالولو او وضعیت ښه کولو لپاره سیمې ته امنیتي ځواکونه استولي دي خو پر دې سربېره د مې پر شپږمه شپې مهال د تاوتریخوالي تازه پېښې شوې دي.

حکومت هلته تر هغې وروسته زرګونه سرتېري واستول چې د مې پر درېیمه د یو قبایلي احتجاجي لاریون پر مهال تاوتریخوالی پیل شو.

منيپور ایالت د هند په شمال ختیځ کې پروت دی او د یوه نري ځمکني دهلېز په وسیله د هېواد له نورو برخو سره تړلی دی. په هغه سیمه کې له لسیزو راهیسې د توکمیزو او بېلتونپالو ډلو ترمینځ تاوتریخوالی روان دی.

د هند په شمالي ختیځ کې لسګونه قبایلي او وړې ګورېلا وسلوالې ډلې فعاله دي چې د پراخې خودمختارۍ (کورواکۍ) او له هېواده د جلا کېدو په ګډون یوشمېر غوښتنې لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG