د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران یوه فعاله له بنده تر ازادېدو څلور ساعته وروسته بیا ونیوله


د ایران د کارګرانو فعاله سپیده قلیان له بنده تر خوشې کېدو وروسته بیا نیول شوې وه ـ پخوانی انځور
د ایران د کارګرانو فعاله سپیده قلیان له بنده تر خوشې کېدو وروسته بیا نیول شوې وه ـ پخوانی انځور

د ایران د کارګرانو فعاله سپیده قلیان د ستر رهبر پرضد د شعار ورکولو په تور په دوه کاله بند محکومه شوه.

هغه د مارچ پر ۱۵مه د تهران له بدنامه ايوين زندان څخه خوشې شوه او په لاره کې ''خامنه‌ يي ظالمه! موږ به دې په ځمکه کې ښخ کړو'' شعارونه ورکړي ول.

د نوموړې اشاره د ايران ستر مذهبي مشر ايت الله علي خامنه يي ته وه.

د هغې د څرګندونو ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوه او د هغې له خوشې کېدو څلور ساعته وروسته بیا ونیول شوه.

د سپېدې ورور مهدي قلیان په خپله انسټاګرام پاڼه کې ويلي، چې سپېدې ته دوه کاله بند سزا ورکړل شوې ده.

د ایران عدليې سپېدې د سزا په اړه څه نه دي ويلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG