د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلاول بوټو: د سفارتي ګټو لپاره باید "ترهګري" د "وسلې" په توګه و نه کارول شي


د مۍ پر پنځمه د هند په ګووا کې د شانګهای همکارۍ سازمان هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران د غونډې په ځای کې شریک انځور وباسي.
د مۍ پر پنځمه د هند په ګووا کې د شانګهای همکارۍ سازمان هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران د غونډې په ځای کې شریک انځور وباسي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري په هند کې د شانګهای همکارۍ سازمان غونډې ته په وينا کې د ترهګرۍ د ګواښ له منځه وړلو غوښتنه وکړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مې پر پينځمه پر خپله رسمي ټوېټر پاڼه په بیان کې د بلاول بوټو زرداري په حواله لیکلي چې بايد د سفارتي مقاصدو حاصلولو لپاره ترهګري د وسلې په توګه و نه کارول شي.

بلاول بوټو زرداري د مې پر څلورمه د شانګهای همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په دوه ورځنۍ غونډه کې د ګډون لپاره د هند ګووا ښار ته ولاړ.

دا په تېرو ۱۲ کلونو کې هند ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر لومړی سفر دی. د دواړو ګاونډیو هېوادونو تعلقات د ۲۰۱۹ز کال په فبرورۍ کې پر کنټرول کرښه د امنیتي ځواکونو تر نښتو او د هم هغه کال په اګست کې د نوي ډيلي له لوري د هند تر واک لاندې د جمو او کشمیر ځانګړي حیثیت ختمولو له کبله لا زیات خراب شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG