د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان او نیو زیلېنډ ترمنځ د کرېکټ څلورمه یو ورځنۍ لوبه نن کېږي


پاکستان د درو سیالیو په ګټلو یو ورځنۍ لوبلړۍ وار له مخه ګټلې ده ـ د ۲۰۲۳زکال د اپرېل ۲۷مې انځور.
پاکستان د درو سیالیو په ګټلو یو ورځنۍ لوبلړۍ وار له مخه ګټلې ده ـ د ۲۰۲۳زکال د اپرېل ۲۷مې انځور.

د پاکستان او نیوزیلېنډ د کرکټ ملي لوبډلې نن(د مې پر پنځمه) په څلورمه یو ورځنۍ سیالۍ کې یو بل ته مخامخېږي.

د کراچۍ په لوبغالي کې نننۍ سیالي د پېښور پر وخت د ماسپښین پر درې نیمو او د کابل پر درو بجو پیلېږي. دا په داسې حال کې ده چې په درو سیالیو کې تر بریا وروسته پاکستان وار له مخه لوبلړۍ ګټلې ده.

نیوزیلېنډۍ لوبډله د اپرېل له ۱۱مې راهیسې په پاکستان کې ده.

تر یو ورځنیو سیالیو مخکې د دواړو خواوو ترمینځ د پینځو ۲۰ اوریزه سیالیو لوبلړۍ مساوي شوه ځکه چې یوه لوبه د باران له وجې بې نتیجې پاتې شوې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG