د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سربیا په ښوونځي کې په ډزو کې د ماشومانو په ګډون ۹ تنه وژل شوي دي


د سربیا پولیس سرتېري د ښوونځي د ودانۍ دننه او شاوخوا ولاړ دي - د مې درېیمې انځور.
د سربیا پولیس سرتېري د ښوونځي د ودانۍ دننه او شاوخوا ولاړ دي - د مې درېیمې انځور.

د سربيا په پلازمېنه بلغراد کې په یوه ښوونځي کې په ډزو کې اته ماشومان او یو امنیتي ساتونکی وژل شوي او یو ښوونکی او یوشمېر ماشومان ژوبل دي.

د سربيا د کورنیو چارو وزارت د مې په درېيمه په یوه بیان کې ويلي چې پولیسو د ولادېسلاو رېبنیکار د لومړني ښوونځي په انګړ یو ۱۴ کلن زده کوونکی د ډزو په شک نیولی دی.

وزارت زياته کړې، "پولیس اوس هم په ساحه کې دي او په جدي توګه کار کوي چې هغه ټول حقایق او شرایط معلوم کړي چې د هغې غمیزې لامل شوي."

وزارت مخکې اعلان کړی وو چې د اووم ټولګي یوه زده کوونکي د خپل پلار په ټوپک د زده کوونکو او امنیتي ساتونکو په لوري ډزې وکړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG