د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اوکراین پوځ یو قوماندان وايي بخموت له لاسه نه ورکوي


په بخموت کې له اوږدې مودې راهیسې نښتې روانې دي - د اپرېل ۲۶مې انځور.
په بخموت کې له اوږدې مودې راهیسې نښتې روانې دي - د اپرېل ۲۶مې انځور.

د اوکرایني پوځ یو قوماندان ژمنه کړې چې د هېواد په ختیځ کې د بخموت ښار به له لاسه ور نه کړي.

په عین وخت کې روسیو ځواکونو پر پرله پسې دویمه شپه هم پر جنوبي ښار خېرسون بمبارۍ ته دوام ورکړی. اخوا په روسیه کې یو بل بار وړونکی ګاډی د چاودنې له کبله له پټلۍ اوښتی دی.

د دونېڅک سیمې په بخموت کې له یوشمېر میاشتو راهیسې سختې نښتې روانې دي.

په داسې حال کې چې د اوکراین له لوري د هغو ځوابي حملو نښې ښکاري چې له اوږدې مودې راهیسې یې انتظار کېده، د هغه هېواد د ځمکني پوځ مشر جنرال اولېکساندر سېرسکېیې د مې پر دویمه د کییف لپاره د بخموت پر ارزښت ټینګار وکړ.

نوموړي وویل، له قوماندانانو سره یې په ګډه یوشمېر ضروري پرېکړې کړې دي چې موخه یې "د موثرې دفاع باوري کول او دښمن ته د زیاتو زیانونو اړول" دي.

تر دې وروسته د خېرسون سیمه ییزې پوځي ادارې د مې پر دویمه ناوخته وویل چې روسیو ځواکونو له دنیپر سیند سره نېږدې پر کوزاڅکې وړوکي ښار برید کړی چې پکې یو ۶۶ کلن کس وژل شوی دی.

له دې پرته د خېرسون سیمه ییزې څارنوالۍ په پېښه کې د درو نورو کسانو د مړینې خبر هم ورکړی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG