د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپينه ماڼۍ وايي تېرو ۵ مياشتو کې د اوکراين په جنګ کې تر ۱ لاک زیاتو روسانو ته مرګژوبله اوښتې


د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي ــ انځور له ارشيفه
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي ــ انځور له ارشيفه

سپینې ماڼۍ اټکل کړی چې د ډېسېمبر له میاشتې راهیسې د اوکراين په جګړه کې د روسيې تر يو لاک زیات کسان وژل شوي او ژوبل شوي‌ دي.‌

دا په داسې حال کې ده چې اوکراین د هغه هېواد په ختیځ کې د روسيو ځواکونو له خوا د سختو بریدونو مخه نیولې ده.

د سپینې ماڼۍ (وايټ هاوس) د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د مې پر لومړۍ نېټه وویل چې دا اټکل د امریکا د تازه افشا شویو استخباراتي معلوماتو پر بنیاد شوی دی. په خپلواک ډول د دې شمېرو تصديق نه شي کېدلی.

د امریکا د ګډو وسلوالو ځواکونو مشر جنرل مارک میلي د تېر کال (۲۰۲۲ز) په نومبر میاشت کې ادعا کړې وه چې د جګړې په لومړیو اتو میاشتو کې د روسيو ځواکونو تر ۱۰۰ زرو زیات کسان وژل شوي او ژوبل شوي دي.

روسيو ځواکونو د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراين یرغل پيل کړ. دوی د اوکراين په ختيځ کې ګڼې سیمې لاندې کړې دي خو په ځينو ځایونو کې د اکراينيوو ځواکونو له کلک مقاومت سره مخامخ دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG