د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت د ډیزلو بیه کمه کړې ده


په پاکستان کې په میاشت کې دوه ځل د تېلو نرخونو ته کتنه کیږي او عموما بدلونونه پکې راوستل کیږي ـ پخوانی انځور
په پاکستان کې په میاشت کې دوه ځل د تېلو نرخونو ته کتنه کیږي او عموما بدلونونه پکې راوستل کیږي ـ پخوانی انځور

د پاکستان خزانې وزير د پېټرولو د اوسني قیمت پر ځای ساتلو او د ډيزلو د بیې د کمولو اعلان کړی دی.

اسحاق ډار دا اعلان د اپرېل پر ۳۰مه وکړ. هغه پر ټویټر د تېلو د قيمتونو تفصيل هم خپور کړی دی. نوموړي ليکلي چې د پېټرولو قيمت نه دی کم شوی خو د های سپيډ ډيزل د يوه ليټر بیه ۵، د لایټ ډیزل ۱۰ او د خاورو د تېلو يو ليټر بیه۱۰ روپۍ کمه شوې ده.

ډار زیاته کړه چې د مې تر ۱۵مې پورې به د پيټرولو د يو ليټر بیه ۲۸۲، د های سپيډ ډيزل ۲۸۸، د لایټ ډيزل ۱۶۴.۶۸ او د خاورو د تېلو هغه به ۱۷۶.۰۷ روپۍ وي.

د پاکستان حکومت په میاشت کې دوه ځل د تېلو پر نرخونو کې بدلون راولي او یا زاړه نرخونه پر خپل ځایې ساتي. د تېلو نوي نرخونه د مې تر ۱۵مې دي او تر هغې وروسته به ورته حکومت بیا کتنه کوي.

په پاکستان کې په ورستیو کې د تېلو نرخونه لوړ شوي چې ورسره په هغه هیواد کې ګراني زیاته شوې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG