د لاسرسي ځای

تازه خبر

چين او پاکستان پوځي همکارۍ پراخول غواړي


د پاکستان پوځي مشر ته په بیجينګ کې د ښه راغلاست پرېډ ورکول کيږي
د پاکستان پوځي مشر ته په بیجينګ کې د ښه راغلاست پرېډ ورکول کيږي

د چين مرکزي پوځي کمېشن مرستيال مشر ويلي غواړي د پاکستان له پوځ سره همکاري ژوره او پراخه کړي او په شريکه د سيمه ييزې سولې او ثبات ساتنه وکړي.

رویټرز خبري اژانس د چین د دفاع وزارت له خولې ویلي چې یانګ یوشیا دغه څرګندونې د اپریل پر ۲۶مه په بیجینګ کې د پاکستاني پوځ له مشر جنرال عاصم منیر سره د کتنې پر مهال وکړې.

د پاکستان پوځ عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) هم د اپرېل پر ۲۶مه نېټه پر خپله ووبپاڼه خپور کړي بیان کې ويلي چې د جنرال عاصم منیر د سفر پر لومړۍ ورځ تود هرکلی وشو.

بیان زیاتوي چې هغه او د چین د پوځ مشر د دوه اړخیزو امنیتي چارو او پوځي همکاریو په چارو خبرې وکړې او په سيمه کې یې د سولې او ثبات د ټينګښت او د پوځي همکاريو پر پياوړتيا ټينګار وکړ. جنرال عاصم منیر د اپرېل پر ۲۵مه نېټه په څلور ورځني سفر چین ته رسېدلی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG