د لاسرسي ځای

تازه خبر

سيند کې په اورګاډي کې د اور لګېدو له امله ۷ کسان مړه شوي دي


د پنجاب رحیم یار کې په ۲۰۱۹ز کال کې په اورګاډي کې د اور لګېدو یو منظر. د ۲۰۱۹ز کال د اکتوبر ۳۱مې انځور
د پنجاب رحیم یار کې په ۲۰۱۹ز کال کې په اورګاډي کې د اور لګېدو یو منظر. د ۲۰۱۹ز کال د اکتوبر ۳۱مې انځور

په سيند صوبه کې په کراچۍ اېکسپريس کې د اور لګېدو له امله د یوې ښځې او څلورو ماشومانو په ګډون ۷ کسان مړه شوي دي.

د پاکستان رېلوېز د چارواکو په وینا، بیګاه نيمه شپه (اپریل ۲۷) له کراچۍ څخه لاهور ته په لاره د کراچۍ ایکسپریس کې د اور لګېدو خبر ورکړل شو نو دوی په سمدستي توګه د خيرپور ضلعې په ټنډو مستي خان تمځای اورګاډي درولو امر ورکړ.

د رېلوېز مرستیال کمېشنر محسن سيال ويلي چې یوه ۷۰ کلنه ښځه چې رابعه نومېږي د سوځېدو له وجې په روغتون کې ساه ورکړې ده. د رېلوېز وزارت نن (اپریل ۲۷) په یوه خبرپاڼه کې ويلي چې په سوځېدلي اورګاډي کې د یوه سړي او څلورو ماشومانو مړي موندل شوي دي. په پېښه کې د مړو شويو اوو کسانو جسدونه د خيرپور روغتون ته لېږدول شوي دي.

دپوليسو سرجن ډاکټر ابو طالب خبریالانو ته ویلي چې د شپږو کسانو مړي د سوځېدو له امله نه پېژندل کېږي چې د پېژندګلوی لپاره به يې له وارثانو څخه د ډي اېن اې نمونې اخلي.

د چارواکو په وینا، د وفاقي حکومت له خوا د ریلویز د انسپکټر په مشرۍ یوه ډله د پېښې ځای ته رسېدلې او د پلټنې تر بشپړېدو وروسته به د پېښې د لامل په اړه رسنیو ته معلومات ورکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG