د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پنجاب کې د اورګاډو په ټکر کې شپږ کسان مړه ۱۰۰ ژوبل


په پنجاب کې د اورګاډو په ټکر کې شپږ کسان مړه ۱۰۰ ژوبل
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:42 0:00

د پاکستان د پنجاب صوبې په ملتان کې د دوو رېل ګاډو جنګېدو په نتیجه کې شپږ کسان مړه او تر ۱۰۰ زيات ټپیان شوي دي. پېښه نن سهار وختي هغه وخت رامنځ ته شوه کله چې له کراچي څخه روان شوې عوامي اېکسپرېس مساپر رېل ګاډۍ له ملتان ښار څخه ۲۵ کلوميټره ليرې په شير شاه سيمه کې له يوې بار وړونکې ريل ګاډۍ سره وجنګېدل. د اختر د رخصتيو له کبله د ژغورنې چارې ځنډنۍ وې. د رېلوې څانګې يوې چارواکي صايمه بشير د پېښې پړه د مساپر رېل ګاډۍ پر چلوونکي واچول ځکه د هغې په وينا د بار وړونکي رېل ګاډۍ تر درېدو وروسته سره اشاره ولګېدل خو د عوامي اېکسپرېس چلوونکي پام ورته ونکړ. په پاکستان کې د رېل پټړۍ د دې هېواد تر خپلواکۍ وړاندې د هغه وخت انګرېز واکمنانو جوړې کړي چې اوس يې حالت خراب شوی دی او ځينې وخت دا ډول پيښې رامنځ ته کيږي.

XS
SM
MD
LG