د پاکستان د شمارياتو ادارې اعلان کړی چې د هغه هېواد په ځانګړو سيمو کې به د سرشمیرنې کار د اپریل تر ۳۰مې مخ ته وړي.
د شمارياتو ادارې نن (د اپرېل پر ۲۶مه) پر خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکلي چې دا کار يې د سرشمېرنې "د ۱۰۰ فيصده پوښښ باوري کولو" لپاره کړی دی.
د ادارې په وينا کوټه، لاهور، راولپېنډۍ، کراچۍ، حیدراباد او اسلام اباد هغه لوی ښارونه دي چې د سرشمېرنې عمل پکې غځول شوی دی.
پر دې سربېره په پېښور، ډېره اسماعیل خان، ایبټ اباد، ټانک، اټک، ګوجرانواله، سیالکوټ، جهلم، ګجرات، شیخوپوره او چکوال ضلعو کې به هم د سرشمېرنې کار د اپرېل تر ۳۰مې روان وي.
يادې ادارې د وړوکي اختر د رخصتۍ له امله په هغه هېواد کې د سرشمېرنې عمل ځنډولی وو چې نن (د اپرېل پر ۲۶مه) يې بيا پيل کړ.
تر دې وړاندې د پاکستان د شمارياتو ادارې د اپرېل پر ۲۰مه ويلي ول چې په روانه ډيجیټل (برېښنايي او کمپیوټري) سرشمېرنه کې یې تر ۲۳ کروړه زیات خلک شمېرلی دي.
دا شمېره د ۲۰۱۷ز کال د سرشمېرنې پرتله ۱۲.۹۸ سلنه یا ۲۷ مېلیونه زیاته ده. په هغې سرشمېرنه کې د پاکستان ابادي ۲۰۷ مېلیونه ۶۸ زره ښودل شوې وه.
د سرشمېرنې څانګې په وينا، په پنجاب کې تر دې دمه تر ۱۱۶ مېلیونه زیات کسان شمېرل شوي او دا ډول په سیند کې ۵۲ مېلیونه خلک شمېرل شوي دي.
بل خوا په خیبر پښتونخوا کې ۳۹ مېلیونه او په بلوچستان کې ۱۹ مېلیونه خلک شمېرل شوي دي.
په پاکستان کې سږنۍ سرشمېرنه د هغه هېواد د تاریخ اوومه سرشمېرنه ده. دا د مارچ پر لومړۍ نېټه پيل شوې وه. ټاکل شوې وه چې سرشمېرنه به د مارچ تر پايه بشپړه شي خو وروسته دغه نېټه وغځول شوه.
په پاکستان کې دا لومړۍ ډېجیټل سرشمېرنه او کور شمېرنه ده. د شماریاتو ادارې ويلي، هغه خلک چې د پاکستان شناختي کارډونه لري، شماري او په اړه یې معلومات غونډوي.
په ډېجیټل سرشمېرنه کې د کورنیو د ګټې یا امدن او اقتصاد په اړه هم پوښتنه کېږي. په دې توګه دا د پاکستان د کورنیو لومړۍ اقتصادي شمېرنه هم ده.
له دې سره به حکومت ته دا هم معلومه شي چې په کومو څانګو یا برخو کې د خلکو روزګار زیات دی، په کومو کې کم دی او حکومت باید کومو برخو ته زیاته پاملرنه وکړي.