د لاسرسي ځای

تازه خبر

اروپایي ټولنه پر ایران نوي بندیزونه لګوي


د اروپايي ټولنې او ايران بيرغونه.
د اروپايي ټولنې او ايران بيرغونه.

اروپایي ټولنه غواړي چې پر ایران نوي بندیزونه ولګوي.

د هغو اسنادو له مخې چې مشال راډيو وار له مخه ترلاسه کړې، دا بندیزونه به په ایران کې د مظاهرو پر مهال د خلکو د ځپلو او په هغه هېواد کې د اټومي پروګرام او د اوږده واټن توغندیو په تړاو پر اتو چارواکو او دوو حکومتي بنسټونو ولګول شي.

اټکل کېږي چې د دې بندیزونو اعلان به د اپرېل پر ۲۴مه د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې پر مهال وشي.

XS
SM
MD
LG