د پاکستان پخواني وزيراعظم او د مسلم ليګ (ن) رهبر نواز شريف د سعودي له وليعهد محمد بن سلمان سره ليدلي دي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزيرې مريم اورنګزېب د اپرېل پر ۲۱مه پر ټوېټر ليکلي چې لیدنه په جده کې شوې او دواړو مشرانو د ریاض او اسلام اباد ترمينځ د اړيکو پر ودې او پاکستان ته پر ورپېښو ستونزو خبرې کړي دي.
د اورنګزېب په وينا، د پاکستان مسلم ليګ (ن) مشرې منتظمې مريم نواز په لیدنه کې ګډون وکړ.
نواز شريف د ۲۰۱۹ز کال له نومبر مياشتې راهيسې د برتانيې په سرښار لندن کې اوسي. نوموړی د اپرېل پر ۱۲مه د خپلې کورنۍ له یوشمېر نورو غړو سره د عمرې لپاره سعودي عرب ته ولاړ.
شریف په داسې حال کې د سعودي عرب له وليعهد او وزيراعظم محمد بن سلمان سره ملاقات کړی چې پاکستان له اقتصادي او سياسي بحران سره مخامخ دی.