د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلاول بوټو زرداري د شانګهای همکارۍ سازمان غونډه کې د ګډون لپاره هند ته ځي


د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د شنګهای همکارۍ سازمان په غونډه کې د پاکستاني پلاوي مشري کوي ــ پخوانی انځور.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د شنګهای همکارۍ سازمان په غونډه کې د پاکستاني پلاوي مشري کوي ــ پخوانی انځور.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د شانګهای همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره هند ته ځي.

د بهرنيو چارو وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوڅې د اپرېل پر ۲۰مه په اسلام اباد کې اوونيزې خبرې غونډې ته وويل چې هغه غونډه د مې پر څلورمه او پينځمه د هند په ګووا ښار کې کېږي او بلاول بوټو زرداري به پکې د پاکستاني پلاوي مشري کوي.

دا په تېرو ۱۲ کلونو کې لومړی ځل دی چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هند ته سفر کوي. تر دې وړاندې په ۲۰۱۱ز کال کې د پاکستان د هغه وخت د بهرنيو چارو وزيره حنا رباني کر هند ته تللې وه.

بلاول بوټو زرداري د هند د بهرنيو چارو وزير سوبرامنیم جې شنکر په بلنه هند ته ځي. شنکر دا مهال د شانګهای همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د شورا مشر دی.

بلاول بوټو زرداري د شانګهای همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د شورا په وروستۍ غونډه کې، چې د تېر کال (۲۰۲۲ز) په جولای میاشت کې په تاشقند کې جوړه شوې وه، ګډون کړی وو.

شانګهای همکارۍ سازمان په ۲۰۰۱ز کال کې جوړ شو چې اته غړي هېوادونه لري. چين، روسیه، قرغيزستان، قزاقستان، تاجکستان او ازبکستان د هغه سازمان باني غړي دي خو پاکستان او هند په ۲۰۱۷ز کال کې د دې سازمان غړيتوب تر لاسه کړ.

دا سازمان د سیمې د سياست، امنيت او اقتصاد په برخو کې کار کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG