د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراين وايي د پیټرياټ په نوم يې د هوايي دفاع  لومړی سېسټم ترلاسه کړی


پیټرياټ سېسټم د هوايي دفاع په برخه کې د نړۍ تر ټولو پرمختللی نظام ګڼل کېږي ــ پخوانی انځور.
پیټرياټ سېسټم د هوايي دفاع په برخه کې د نړۍ تر ټولو پرمختللی نظام ګڼل کېږي ــ پخوانی انځور.

اوکراين ويلي چې د پیټرياټ په نوم يې د هوايي دفاع لومړی سېسټم ترلاسه کړی دی.

د هغه هېواد دفاع وزير اولېکسیې رېزنیکوف د اپرېل پر ۱۹مه پر خپله رسمي ټوېټر پاڼه ليکلي، "نن د اوکراین فضا نوره هم خوندي شوه" ځکه د هغه په وينا، د هوايي دفاع پیټریاټ نظام يې هېواد ته رسېدلی دی.

نوموړي ويلي چې د اوکراین هوايي دفاعي ځواکونو د پیټرياټ نظام پر پېچلتياوو د پوهېدو روزنه په ډېرې چټکۍ ترلاسه کړې ده.

رېزنيکوف د امريکا، جرمني او نېدرلينډز مننه وکړه چې په وينا يې، د دې نظام د ورکولو ژمنه پوره کړه.

له ځمکې څخه فضا ته توغندي وېشتونکی پیټرياټ سېسټم د هوايي دفاع په برخه کې د نړۍ تر ټولو پرمختللی نظام ګڼل کېږي چې د جنګي الوتکو، بیلېسټېک او کروز توغنديو ضد کارول کېدای شي.

دا په داسې حال کې ده چې روسيې د اوکرین پر جنوبي ساحلي ښار اودېسا تازه ډرون بريدونه پيل کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG