د لاسرسي ځای

تازه خبر

زېلېنسکي د اوکراین ختیځ کې له خپلو پوځیانو سره لیدلي دي


د اوکراين ولسمشر په دونېڅک کې له پوځيانو سره
د اوکراين ولسمشر په دونېڅک کې له پوځيانو سره

د اوکراين ولسمشر وولودومير زېلېنسکي د اپرېل پر ۱۸مه هغه هېواد په مشرقي برخه کې "اوږده او له جذباتو ډکه" ورځ تېره کړه.

نوموړي په دونېڅک کې د جګړې له لومړۍ کرښې سره نېږدې اوکرايني سرتېري ولیدل. په هعه سیمه کې سخته جګړه روانه ده.

زېلېنسکي په خپل ماښامي ويديويي پیغام کې وويل، "له هغو پوځيانو سره مې وليدل چې له نهو کلونو او ۴۱۹ ورځو راهيسې مزاحمت کوي او په تدريجي ډول زیان اړوونکې روسيه تباه کوي."

د نوموړي اشاره هغې جګړې ته وه چې په ۲۰۱۴ز کال کې د دونباس په دونېڅک او لوهانسک سيمو کې د اوکراينیو ځواکونو او د روسي پلویو بېلتونپالو ترمینځ پیل شوې وه.

زېلېنسکي دونېڅک سیمې ته تر هغې وروسته سفر کړی دی چې کرېملن د اپرېل پر ۱۸مه وویل چې روسی ولسمشر ولادیمیر پوتین هم د اوکراین جزوي نیول شویو سیمو خېرسون او لوهانسک ته فوق العاده سفر کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG