د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په مسکو کې د چین د دفاع له وزیر لي شانګفو سره وکتل.
د اپريل پر ۱۶مه، په دې ملاقات کې دواړو د چین او روسیې ترمنځ د پوځي همکارۍ ستاینه وکړه. دواړو هېوادونو ویلي چې، ملګرتيا یې سرحد نهلري.
د چین ولسمشر شي جین پینګ تېره میاشت په مسکو کې له پوتین سره کتلي وو.
د رویټرز خبري اژانس په وینا له کله چې مسکو د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې اوکراین ته لسګونه زره سرتېري استولي، روسیې او چین په خپلو کې اقتصادي، سیاسي او پوځي اړیکې پیاوړې کړي دي.