د لاسرسي ځای

تازه خبر

بابر اعظم په ۲۰ اووره سیاليو کې درېيمه سليزه ووهله


بابر اعظم او حارث رووف د نیوزيلېنډ په وړاندې لوبه کې
بابر اعظم او حارث رووف د نیوزيلېنډ په وړاندې لوبه کې

د پاکستان کرکټ لوبډلې په دویمه ۲۰ اووریزه لوبه کې نیو زيلېنډ ته ماته ورکړه.

د اپريل پر ۱۶مه، په لاهور کې شوې لوبه کې پاکستان لومړی بېټنګ وکړ او نیو زيلېنډ ته یې د ۱۹۳ منډو هدف ورکړ.

د پاکستان له خوا لوبډلمشر بابر اعظم په ۵۸ بالونو ۱۰۱ منډې وکړې. هغه د لوبې غوره لوبغاړی شو. دا په شل اووره کرکټ‌سیاليوو کې د نوموړي درېيمه سليزه وه.

په ځواب کې د نیو زيلېنډ ټول لوبغاړي د ۱۵۴ منډو له جوړولو وروسته اوټ شو. د دوی ترمنځ به د پنځو لوبو د لړۍ درېیمه هغه سبا په لاهور کې ترسره کېږي. تر دې مخکې لومړۍ لوبه هم پاکستان ګټلې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG