د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتیکا کې د دوه کورنیو تر منځ شخړه کې اووه تنه وژل شوي


د افغانستان د پکتیکا په خیرکوټ ولسوالۍ کې د دوو کورنیو تر منځ شخړه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون اووه کسان وژل شوي دي.

د پکتیکا د والي ویاند ثناالله معصوم د اپریل په ۱۵مه رسنیو ته ویلي چې یاده شخړه د اپرېل پر ۱۴مه په خیرکوټ ولسوالۍ کې رامنځته شوې او له کبله يې د یوې کورنۍ دوې ښځې او دوه ماشومان او د بلې کورنۍ یو ښځه یوه نجلۍ او یو سړی وژل شوي دي.

نوموړي وویل، موږ امنیتي ځواکونه ورلیږلي او دا یوه کورنۍ شخړه او موضوع وه.

معصوم زیاتوي چې سیمه کې امنیتي او کشفي ادارو څیړنې پیل کړي او د دغه شخړې د لاملونو په اړه معلومات به وروسته له رسنیو سره شریک شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG